ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د طالبانو د مخابراتو وزارت د مکالمو او انټرنيټي خدمتونو نوې بيې اعلان کړې

0
د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په‌دغه هېواد کې د مکالمو او انټرنیټي خدمتونو لپاره نوې بیې اعلان کړي دي.


د دغو بیو د نوم‌لړ له‌‌مخې د یوې واحدې شبکې د سیم‌‌کارتونو ترمنځ خبرې دقیقه په (یو اعشاریه دېرش) افغانۍ او له یوې شبکې بلې ته (یو اعشاریه څلوېښت) افغانۍ ټاکل شوی.


د مکالمې په دغې بیه کې د تېر پرتله دېرش-تر شپږ دېرش فیصدو پورې کموالی راغلی دی.


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر نجیب‌الله حیات حقاني نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د یوه جي بي میاشتني انټرنیټ بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې چې د پخوا پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.


له یوې شبکې بلې ته د لیکلي پيغام یا اس‌ایم‌‌‌اس بیه هم یوه نیمه افغانۍ ټاکل شوې چې پخوا ته په کتو اته شپیته په سلو کې کموالی راغلی دی.


ټاکل شوې دغه بیې د نوي ۲۰۲۵ کال له پيله عملي شي.


تر دې وړاندې بیا ګڼو افغانانو د انټرنیټ او مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیته شکایتونه کړي او ویلې يې دي، بیې یې هم د ګاونډیو هېوادونو پرتله لوړې دي.