د کندهار-هرات د لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو جوړېدو چارې پيل شوې
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د کندهار-هرات لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو د جوړېدو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د دې لارې په اوږدو کې یو جومات د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې او بل د همدې ولایت په واشیر ولسوالۍ کې جوړیږي.
دواړه جوماتونه هر یو د څه کم ۳۴ميلیونه افغانیو په لګښت د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو لهخوا جوړیږي، چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت په خبره، د خپل مشر ملاهبتالله اخندزاده لهخوا دې وزارت ته دنده سپارل شوې چې، په افغانستان کې د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه جوماتونه ورغوي چې، په یوه وخت کې به د درې سوه لمونځ کونکو، ۱۷۰ نارینهو او ۱۳۰ ښځینهو ظرفیت لري او ټول تاسیسات به یې هم پر سولري برېښنا سمبال وي.