ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلولۍ له جام سره کابل ته ستنه شوه

0
دغه لوبډله له بنګله‌دېش سره د درېیو پنځوس اوره لوبو د لړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې وه، چې هلته یې د دغې لړۍ دوه لوبې او اتلولي وګټله.


دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې افغانستان د کرکټ په برخه کې ورته بریاوې لري.


د کرکټ ملي لوبډلې د تېرې میزان یا تلې میاشتې په لومړیو کې له جنوبي افریقا څخه هم یوه لوبلړۍ ګټلې وه.


د کرکټ الف لوبډله د تېرې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د اسیایي لوبو اتله شوه.