ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

ايران پر لسګونه ښځو د جنسي تيري په تور يو کس نن اعدام کړ

0
ایران نن د محمد علي‌ سلامت په نوم هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ چې، پر لسګونه ښځو په جنسي تیري محکوم و.


اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله ویلي، دغه ۴۳ کلن کس چې یو درملتون او ورزشي جیم یې درلود، پرون سه‌شنبه د همدان ښار په یوه هدیره کې زندۍ شو.


د راپور له‌‌مخې شاوخوا دوه سوه ښځو اعدام شوی کس تورن کړی و چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې جنسي تیری پرې کړی دی.


وړاندې راغلي چې سلامت خپل جرم منلی و.


د ملګروملتونو کارپوهانو تېره سپتمبر میاشت وویل، د ایران د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې ډېر اعدامونه په‌کې کېږي.


جنسي تیری او زنا د هغو جرمونو له ډلې دي، چې مجرم یې په ایران کې د مرګ له سزا سره مخامخ کېږي.