ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ايلن ماسک د يوې نوې ادارې مشر نومولی

0
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک پر یوې داسې څوکۍ ګمارلی چې هدف یې د یوه ګټور دولت جوړېدل دي.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې ماسک او د جمهوري غوښتونکو یو پخوانی نوماند ویوک راماسوامي به د هغې تازه جوړې شوې ادارې مشري پر غاړه ولري چې ټرمپ ورته په خپلو خبرو کې اشاره کړې ده.


د ټرمپ په وینا دا به داسې اداره وي چې د حکومت له محدودو بهر به فعالیت کوي او هدف به یې د بیروکراسۍ له‌منځه وړل او د بې‌ځایه لګښتونو کمول وي.


دغه پوسټ د سنا تایید ته هم اړتیا نه‌لري.


ایلن ماسک د ټرمپ د انتخاباتي منډو-ترړو پر مهال له هغه سره میلیونونه ډالره مرسته وکړه.


ماسک دا مهال د اکس یا پخواني ټویټر، ټسلا شرکت او سپیس اکس فضایي شرکت خاوند دی.