ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

فعالان: روسيه د سياسي اهدافو لپاره کاسپین سمندر ته د بهېدونکیو سيندونو بهیر ګډوډوي

0
فعالان وايي چې روسیه د خپل سیاسي حیثیت لپاره کاسپین سمندر ته د بهېدونکو سيندونو د روانه اوبو بهیر ګډوډوي او پر چاپیریال يې اغیز ته فکر نه کوي.

د روسیې د کازان ښار خلک د کاسپین سمندر په شمال کې د ۱۰۰۰ کلومیټره په واټن ژوند کوي، خو بیا هم په دریابونو کې د اوبو کمېدا او زیاتېدا یې پر ژوند اغیز کړی دی.


دا هغه ځای دی چې کازانکا سیند په وولګا سيند ګډېږي چې د کاسپین سمندر د اوبو لویه سرچینه ده. د کال ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې په کازانکا دریاب کې اوبه وچې شوې وې، خو د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې په سیند کې اوبه بیا ډیرې شوې. دا هر څه یوازی د اقلیمي بدلون له کبله نه رامينځ ته کېږي.


 




د چاپېریال د حفاظت یوه فعاله یولیا فیزراخمونووا مشال راډیو ته ویلي چې د روسیې د اوبو د وسایلو ملي اداره په وولګا دریاب کې اوبه قابو کوي چې له کبله یې په اړونده دریابونو او ډیمونو کې د اوبو کچه لاندی پرېوزي.


روسي چارواکیو منلي ده چې د کاسپین له ساحل سره نېزدی په استرخان سیمه کې د ګران بیه ماهیانو (کبانو)د خصمانې لپاره د اوبو په جریان کې بدلون راولي. فعالان وايي چې دا خبره سمه ده خو دې سره د دوی د برخې په وولګا دریاب کې د اوبو کچه لاندی لاړه شي.


د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په میاشت کې د کازان په جنوب کې د اوبو د زېرمې کچه ډیره لاندې ولوېده نو د پینځو سیمو مشرانو د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په وولګا دریاب کې د اوبو کچه په یو ځای د ساتلو خواست وکړ.


په روسیه کې د یوې غونډې پر مهال د تاتاراستان سیمې مشر رستم مینیخانوف خبرداری ورکړ چې د اوبو کمۍ ولسي ناقراري رامينځ ته کړیده. له دې یو کال وروسته وضعیت بدل شو او په دریابونو کې د اوبو کچه لوړه شوه.


خو ځينې باور لري چې روسیې دا هر څه د چاپېریال ساتنې لپاره نه وو کړی، بلکه ددې تر شا یې سیاسي اهداف ول او غوښتل یې چې د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په میاشت کې د برېکس د سرمشریزې پر مهال کازان ښار ښایسته ښکاره کړي.


د یوې ناحکومتي ډلې سي اېن ټي بوګوراک شمېرې ښيې چې کله د برېکس غونډه پاي ته ورسیده نو د نومبر په لومړیو ورځو کې په دریاب کې د اوبو کچه هم لاندې ولاړه.


 




 


برېکس د مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو سازمان دی چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا پکې شامل دي او د هغو هېوادونو د انګرېزي نومونو لومړي توري د دغې ټولنې نوم جوړوي.


د فرانسې خبري اژانس وايي چې مصر، اېتیوپیا (حبشه)، ایران او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ټولنې نوي غړي شول.


هغه ټولنه په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې لومړی "برېک" نومېده، خو یو کال وروسته چې جنوبي افریقا یې هم غړیتوب ترلاسه کړ نو نوم یې "برېکس" شو.


برېکس هر کال سرمشریزې غونډې کوي چې تازه هغه يې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې وشوه. د سرمشریزو هدف د غړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي همکارۍ، نړیوال تجارت، مالي چارې، ټېکنالوژۍ او د نورو ګډو مسایلو په اړه خبرې اترې کول او همکاري پیاوړې کول دي.