ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د اسراییل پوځ پرون د بیروت جنوبي سيمې په هوايي حملو کې په نښه کړې

0
ویل شوي چې دا د لبنان د حزب‌‌الله ډلې پر ضد د اسراییلو تر ټولو پراخ پوځي عملیات وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه هوايي حمل وشوې.


د اسراییلو پوځ ویلي دي، مخکې یې پر ټولنیزو شبکو د دې سیمو ملکي اوسېدونکو ته د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی و.


اسراییلي پوځ ویلي دي، په‌‌دې حملو کې یې د بیروت په ضاحیه ناحیه کې د حزب‌‌‌‌الله د توغندیو ډېری مرکزونه ویجاړ کړي دي.


حزب‌‌الله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري، د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي.


متحدایالات حزب‌‌‌الله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور فهرست کې شامله کړې ده.


بل‌‌‌خوا د اسراییلو د شمال په نهاریه سیمه کې پرون دوه کسان پر یوې ودانۍ د برید پرمهال ووژل شول.


حزب‌‌‌الله وروسته ادعا وکړه چې دا ودانۍ یې د بې‌‌‌پیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلې ده.