ru24.pro
World News
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

ترکیې په دوو ورځو کې ۳۲۵ افغانان، افغانستان ته ستانه کړي

0
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نومبر په لسمه وویل چې په تیرو دوو ورځو کې ترکیې لږ تر لږه ۳۲۵ افغان کډوال له هغه هېواده ایستلي او  کابل ته ستانه کړي دي.

هغه وزارت وايي د کډوالو نړیوالې ادارې (ای او ایم) به له ترکیې ویستل شویو د دغو کډوالو هر یو کس ته د ۱۵۰ یورو برابرې افغانۍ ورکوي.


ترکیې په دې ورستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره چاپې وهل زیات کړي دي چې پکې زیاتره یې بې اسنادو کډوال دي. د ترکیې په استنبول ښار کې پولیسو د چاپو پر مهال سږکال په ستمبر میاشت کې هم خوا او شا ۶۰۰ افغانان نیولي او بنديان کړي وو. اکثره دا کډوال د ترکیې له لارې اروپا ته ځي. 


بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دولتي خبري اژانس، باختر خبر ورکړی چې له پاکستان او ايرانه د افغانانو ۲۶ کورنۍ افغانستان ته لېږل شوې دي. د اژانس ترمخه، د نومبر په لسمه، د تورخم له لارې ۱۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلام‌‌ کلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


په خبر کې نه‌‌‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.


پاکستان د ۲۰۲۳ کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له خپل هېواده د افغانانو ایستل پيل کړي دي. اسلام اباد ويلي چې بې اسناده افغانان وباسي. خو مشال راډيو سره په خبرو کې افغان کډوالو ويلي چې پولیس یې د هستوګنې د اسنادو په درلودو سربیره هم نيسي او ځوروي یې.