ru24.pro
World News
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

يوشمېر استادان او محصلان: طالبانو عصري علومو ته شاه کړې او يوازې مدرسې جوړوي

0
یوشمېر زده‌کوونکي او د پوهنتون ځینې استادان وايي، طالبانو د خپل حاکمیت پرمهال عصري علومو ته شاه کړې او د دیني علومو د ترویج لپاره هڅې کوي.


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري یوازې د دیني علومو پر ترویجولو ډېر تمرکز او عصري علومو ته نه پام یوشمېر زده‌کوونکي او د پوهنتون ځینې استادان اندېښمن کړي دي.




د بغلان پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي محصل محمد شفیع په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا خبره سمه ده چې په ټول افغانستان کې دیني مدرسې زیاتې شوي او د طالبانو ټول پام هم دې مدرسو ته دی، داسې خو نه‌کېږي چې یوازې دیني علومو ته دې پام وشي او عصري علوم بیخي له یاده وباسي، په دواړو پام مهم دی او په ورته وخت کې له طالبانو هیله کوم چې زموږ خویندو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي."


د کابل اوسېدونکې زینت مومند چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې د ورته اندېښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "د پخوا په پرتله په هرځای کې ډېرې دیني مدرسې جوړې شوي، خو زه فکر کوم چې د یوه هېواد د پرمختګ لپاره د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم ضرور دي، له مسولینوغوښتنه کوم چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې هم خلاصې کړي چې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم زده کړي."




تازه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په لغمان کې یوې غونډې ته ویلي، هڅه کوي چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن راکم کړي.


هغه پرون جمعه د (نومبر ۸مه) د لغمان پوهنتون له محصلانو سره په ناسته کې ډاډ ورکړی چې، حکومت یې عصري علومو ته پام کوي او هڅه یې دا ده چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن له‌منځه یوسي.


شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهني وزارت ویلي و، په تېر یوکال کې یې د نږدې ۲۰ زره مدرسو په ګډون ۲۱۲۷۵ دیني مرکزونه په افغانستان کې جوړ کړي دي.


د دغه وزارت د اسلامي زده‌کړو معین کرامت‌الله اخندزاده په یوه بیان کې دا هم ویلي و چې، شاوخوا څلور میلیونه کسان په دغو دیني مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت دي او په راتلونکې ۱۴۰۴ کال به ۱۶ زره نورې مدرسې هم جوړې کړي.




د دیني علومو پوه او د پوهنتون یو استاد چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي وايي، د ټولو علومو زده‌کړو ضروري ده او څوک چې په‌کې فرق کوي، هغوی د افغانستان راتلونکو د تیارو پر لور بیايي.


دا استاد وايي: "هغه کمپیوټر او ساینس چې نن شته په اړه یې پوهه او زده‌کړه هغومره فرض او وجیبه ده لکه څنګه چې د غشي او کمان هغه وه، خو اوس دوی وايي چې دا خو مباح ده، خدای دې هغه کسان خوار کړي چې علم او زده‌کړه په دنیوي او اخروي هغو ویشي، دې ته ورته ډېرې کمۍ شته چې که اوس اصلاح نه‌شي نو بیا به ناوخته شي."


د یادونې ده چې وړاندې په ملګروملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیراحمد فایق د طالبانو د جهادي مدرسو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې، دا ډول مدرسې افغانستان کې افراطیت او تروریزم ته وده ورکوي.


نوموړي د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه د بشري حقونو په تړاو د ملګروملتونو ۷۹مې عمومي غونډې درېیمې ناستې ته په وینا کې ویلي و، دغه مدرسې د اسلامي واقعي مطالعاتو څخه د ناسم تفسیر په وړاندې کولو سره په قصدي ډول د افراطیت د ودې او د عصري علومو په حذفولو باندې تمرکز کوي.