ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د افغانستان شاوخوا امنيتي کمربند جوړيږي؛ د ګډو ګټو د خپلواکو هېواونو سازمان يې ملاتړ کړی

0
د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان (سي‌ای‌اس) وايي، د افغانستان له خاورې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند له جوړولو ملاتړ کوي.


که څه هم د دغه کمربند د جوړېدو د څرنګوالي او د قیقې نېټې په اړه جزیات نه‌شته، خو د روسیې د تاس خبري اژانس د دغه سازمان د سرمنشي له قوله ویلي، چې په مسکو کې د د غړو هېوادونو په غونډه کې له دغه اقدام ملاتړ شوی دی.




تاس پرون پنج‌شنبه (د نومبر ۷مه) د یوه راپور له‌‌مخې ویلي، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان سرمنشي سرګي لبیدیف هیله ښودلې چې دغه اقدام به د "نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د فعالیتونو په مهارولو، د مخدره توکو او وسلو د قاچاق او له غیرقانوني لارو د کډوالۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي."


دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې د تېرې اکټوبر په میاشت کې د بریکس په ۱۶مه سرمشریزه کې د غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې له افغانستانه ترهګریزو ګواښونو ته په اشاره سره ویل شوي و چې، په افغانستان کې باید لا نور د تایید وړ اقدامات وشي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې هېواد خاوره د ترهګرو له‌‌خوا نه کارول کېږي.




د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې، خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په وار وار د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د متوجې ګواښونو ادعاوې رد کړي دي.


د امنیتي چارو پوه او په جرمني کې د پوهنتون استاد اسحاق اتمر د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند رامنځته کول د افغانستان په ګټه بولي.


هغه د دغه کمربند د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ترکومه چې معلومیږي د هر هېواد ځواکونه به په خپلو هېوادونو کې وي، هېوادونه به هغه امنیتي ځواکونه چې په دغه امنیتي کمربند کې باید ونډه ولري ځانګړي او مشخص کړي او دوی ټول بیا په یو موقع کې په ګډه پوځي تمرینات کوي، دا ډول تمرینونه وړاندې تاجکستان او روسیې کړي او نور هېوادونه به هم دغه لړۍ په دا ډول مخته یوسي، ګټه به یې افغانستان ته ځکه وي چې ښايي له اغاړې هم ترهګر افغاستان ته راشي چې په‌دې سره به یې مخه ونیول شي."


د افغانستان سره په پوله د امنیتي کمربند د جوړولو پلان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له‌‌‌خوا د دوشنبې په ښار کې د امنیتي تړون د سازمان په ځانګړې غونډه کې وړاندې شو.




د تاجکستان ولسمشر هغه مهال په یاده غونډه کې ویلي چې، له افغانستان څخه د امنيتي ګواښونو د زياتوالي له امله بايد د سيمې هېوادونه د افغانستان په شاوخوا کې "امنيتي کمربند" جوړ کړي.


پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو پوه غوث جانباز چې د منځنۍ اسیا وضعیت څاري د افغانستان لپاره د دغه امنیتي کمربند د اغېز په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کمربند د افغانستان لپاره دواړه مثبتې او منفي پایلې لرلای شي، که چېرته په دغه کمربند او یا په دغه طرحه کې افغانستان ته هم ځای ورکول کېږي پایلې به یې مثبتې وي خو که افغانستان په‌کې نه وي نو ښايي دغه مسئله افغانستان نور هم څنډې ته کړي."


د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان په ۱۹۹۱کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شو او غړي هېوادونه یې روسیه، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ارمنستان، اذربایجان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او مالدووا دي.