پوتين: که ټرمپ د اړيکو ټينګول وغواړي، مسکو هم خبرو ته چمتو دی
د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ورکړې او ویلې یې دي، که ټرمپ وغواړي چې ورسره اړیکې ټینګې کړي، مسکو هم خبرو ته چمتو دی.
پوتین د تور سمندرګي په سوچي تفریحي ښارګوټي کې یوې نړیوالې غونډې ته تر وینا وروسته وویل: "زه غواړم لهدې فرصت څخه په استفادې هغه ته د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړم."
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې که ولسمشر شي، نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو پهدې اړه یې ډېر جزیات نهدي ورکړي.
پوتین وویل چې دا څرګندونې د پاملرنې وړ دي او زیاته یې کړه که ټرمپ وغواړي چې اړیکې له سره ټینګې کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده.
پوتین دا هم وویل، دا یې درک کړې چې ټرمپ څرنګه د نومبر د ۵مې په ټاکنو کې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس ته په پرېکنده توګه ماتې ورکړه او د جولای په میاشت کې د وژنې له هڅې وروسته لږ وخت کې یې ځان راټول کړ.
پوتین ټرمپ یو زړور کس وباله.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې ټرمپ ویلي، دی هم غواړي چې له پوتین سره خبرې وکړي.
هغه له NBC خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، دې ګومان کوي چې دوی دواړه به سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې د نومبر له شپږمې نېټې راهیسې یې د نړۍ له شاوخوا اویا مشرانو سره خبرې کړي خو پوتین یې په منځ کې نه و.
تر دې مخکې د کریملن ویاند دمیتري پسکوف پرون پنجشنبې وویل، دی دا نهشي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونهشي.
نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغسې یوې اړیکې احتمال شته؟ وکړې.
هغه زیاته کړه چې ډونالډټرمپ ویلي چې، دی به د لوړې له مراسمو مخکې له پوتین سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا د هغه خبرې دي.
د پیسکوف څرګندونې د ټرمپ هغو مخکېنیو څرګندونو ته اشاره وه چې ویلي و، د ولسمشر په توګه د دندې له پېلېدو مخکې به له پوتین سره اړیکه ټینګه کړي.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین خبرې لهدې پلوه هم مهمې دي چې، ټرمپ ویلي په اوکراین کې به روانه جګړه چې واشنګټن یې د کییف کلک ملاتړی بلل کېږي او تر اوسه یې ورسره د لسګونو ميلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي او نورې مرستې کړي، ژر پای ته ورسوي.
خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه پلان جزیات چې وايي د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي، نهلري.
ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، باور لري ټرمپ غواړي د اوکراین خلاف د روسیې جګړه ژر پای ته ورسوي.
زیلینسکي په عین حال کې وویل چې د دې پلان د جزیاتو په اړه هيڅ معلومات نهلري او لا یې له ټرمپ سره پهدې اړه خبرې نهدي کړي.
زیلینسکي وویل، باور لري چې ولسمشر ټرمپ رښتیا هم یو چټک حل غواړي، خو دا د دې معنا نهلري چې خامخا به داسې وشي.
ولسمشر زیلینسکي د هغو لومړیو مشرانو له ډلې و چې له ټرمپ سره یې لومړۍ ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د بري مبارکي وویله.
نوموړي لهدې مخکې امریکا ته په وروستي سفر کې هم له ټرمپ سره کتلي و.
زیلینسکي دې سرمشریزې ته د کوربه د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان لهخوا چې له پوتین سره یې نژدې اړیکې پاللي تود هرکلی وویل شو.
اوربان چې پرمسکو یې د اروپایي اتحادیې له بندیزونو سره مخالفت څرګند کړی، همدارنګه له ټرمپ سره هم نژدې اړیکې لري.
ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې په ځلونو له اوکراین سره د امریکا پر پراخ پوځي او مالي ملاتړ انتقادونه وکړل او بې لهدې چې د خپلې طرحې جزیات څرګند کړي، ژمنه وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.