ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

کرکټ؛ سبا شنبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

0
ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه سبا شنبه وشي.


افغانستان وتوانېد تېره چهارشنبه په لومړۍ پنځوس اووره مسابقه کې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټډیوم کې وشوه، بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.


د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات کېږي، لوبډله به بشپړه چمتو وي. مورال یې هم لوړ دی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه."


د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ملي لوبډلې به خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.