ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

په ایران کې درې کسان د اټومي ساینسپوه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم شوي

0
په ایران کې درې کسان د اټومي ساینسپوه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم شوي دي.


د ایران د قضا ویاند اصغر جهانګیر نن په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا حکم په ۲۰۲۰م کال کې د ایران د نامتو اټومي ساینسپوه محسن فخري‌زاده د وژنې په تړاو د اورمیه ښار لومړنۍ انقلابي محکمې تورنو ته چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، اورولی او دا دوسیه اوس مهال د استېناف په محکمه کې ده.


ایران د فخري‌زاده د قتل پړه پر اسراییلو اچولې ده.


اورمیه د ایران په شمال لوېدیځ کې د آذربایجان او ترکیې سرحدونو ته نژدې پروت ښار دی.


د اعدام دا حکمونه داسې مهال اعلانېږي چې د ایران او اسراییلو اړیکي اوس د بل هروخت پرتله ترینګلي دي.