کراچۍ کې په حمله کې دوه چينايان ژوبل شوي
په کراچۍ کې د نومبر پر پینځمه دوه چينايي وګړي په ډزو ژوبل شوي دي.
د کراچۍ پوليسو د مشر دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار د هغه ښار په سايټ ايريا سيمه کې د رخت جوړولو په يوه شخصي کارخانه کې د يو ځايي امنيتي ساتونکي او چينايي وګړو تر مينځ شخړه شوې چې وروسته د هغه په ډزو دوه چينايي وګړي ژوبل شوي دي.
تر پېښي وروسته ژوبل چينايي وګړي روغتون ته رسول شوي دي. د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې يو چينايي وګړی دوې مرمۍ او بل اته مرمۍ ويشتل شوی دی.
د پوليسو په وينا، تر پېښي وروسته تورن امنيتي ساتونکی تښتېدلی دی. د کراچۍ پوليسو مشر په وينا، پلټنې يې پيل کړې دي او ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونيسي.
تر دې وړاندې هم پر چينايي وګړیو حملې شوې دي چې وروستي بريد د اکتوبر پر څلورمه ورباندې شوی وو. ځانمرګی بریدګر د کراچۍ کې له جناح هوايي ډګر سره د چينايانو ګاډۍ په نښه کړې وه چې پکې دوه چينايي انجينران یې ووژل او يو چينايي او اته پاکستانيان یې ژوبل کړي ول.
پر چينايانو بريدونه تر هغې وروسته زیات کړي چې کله پر چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) پر پروژو کار پیل شو. د زیاتره حملو ذمه واري له پاکستان څخه ازادي غوښتونکې ډلې بلوچ ليبرېشن ارمي منلې دي.
سیپیک پروژه په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه. د دې پروژې د پیل په اړه موافقه د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف ترمینځ د یوې رسمي لیدنې پر مهال په اسلام اباد کې لاسلیک شوه.
دا پروژه په اصل کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شینجيانګ صوبې له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد دهلیز دی، چې د سړکونو، ریل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا په کې شامله ده.
بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې دې پروژې د ځایي خلکو ګټې نه دي خوندي کړي. ځینې سیاسي ګوندونه هم د پروژې د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي. په نړیواله کچه، هند د سیپیک پروژې د برخو له کبله انتقاد کوي چې د کشمیر له لانجمنې سیمې څخه تېرېږي.
په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د سیپیک پروژې پر کارکونکو وخت په وخت بریدونه هم کېږي. د پاکستان حکومت په وار وار ويلي چې د چينايي پروژو او وګړو د امنيت په اړه د راولاړو شويو اندېښنو د ختمولو لپاره به تدابیر زیاتوي.