ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

امریکایان نن سه‌شنبه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون کوي

0
د ازادي راډيو د خبر له‌مخې، په‌دې انتخاباتو کې چې تاریخي بلل شوي رایه ورکوونکي هم په ملي کچه او هم په ۷ مهمو ایالتونو کې په دوو ډلو وېشل شوي دي.


تمه ده دا ۷ ایالتونه د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې کامالا هریس او د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سیالۍ پایلې وټاکي.


د ازادي راډيو د خبر د مرکز په اساس، ټاکل شوې چې په يوشمېر ختيځو ايالتونو کې د رايې ورکولو مرکزونه د امریکا په وخت سه‌شنبه سهار شاوخوا پنځه بجې پرانيستل شي او د الاسکا او هاوايي په ګډون د امريکا په لوېديځو ايالتونو کې د رايې ورکولو لړۍ به تر ماښامه دوام وکړي.


د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په پنسلوانیا ایالت کې د رایې ورکوونکو د هڅولو لپاره خپل وروستي کوښښونه وکړل.


پنسلوانیا یو له هغو ۷ کلیدي ایالتونو څخه دی، چې تمه کېږي د متحدایالاتو د ټاکنو برخلیک معلوم کړي.


هریس او ټرمپ نږدې یو وخت پرون د پنسلوانیا دوو کوچنیو ښارګوټو ریډینګ او ایلین ټاون کې راڅرګند شول.


هریس او ټرمپ دواړو د ټاکنیز کمپاین په جریان کې د پنسلوانیا د ۱۹ الکټرال کالجونو یا ټاکنیزو پلاو د ترلاسه کولو هڅې وکړې.