ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

اوچا: د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۶،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستې شوي

0
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۶،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې شوې دي.


دغې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان یوازې په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۳،۳ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.


د اوچا د شمېرو له مخې، له دې مالي مرستو سره سره، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو ډېر دی.


تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" ویلي وو، چې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک کافي خواړه نه لري.


د ملګرو ملتونو دغه بنسټ وايي، تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه لس میلیونه خلکو د بودجې د کمښت له امله خوراکي توکي نه دي ترلاسه کړي چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.