ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بمي چاودنه؛ ۱۱  کسان ټپیان شوي

0
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په مرکز سرینګر ښار کې ۱۱  کسان پرون په یوه بمي چاودنه کې ټپیان شوي دي.


د راپورونو له مخې، وسله‌والو بریدګرو د سرینګر په یوه ګڼه ګوڼي بازار کې لاسي بم پر هندي پوځیانو وغورځاوه.


د بريد مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.


د چارواکو په خبره، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي، خو د چاودنې له کبله په بازار کې خلک په وېره کې دي.


دا برید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د سختدریځې اسلامپاله لشکر طیبه (LeT) ډلې یو جګپوړی قوماندان، د دوو نورو وسله‌والو سره په کشمیر کې د هندي سرتېرو لخوا ووژل شو.