ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

غزه کې د اسراییلو بمباري؛ مرستندویانو د لږترلږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی

0
فلسطیني مرستندویانو، په غزې کې د اسراییلو په بمباریو کې د لږترلږه ۳۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


له دې ډلې لږترلږه ۱۳ کسان د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په فلسطیني ښارګوټي او د جبالیا د کډوالو په کمپ وژل شوي.


دا کمپ د یکشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ د نوي برید اصلي هدف بلل کېږي.


یو شمېر نور کسان د خان یونس په ګډون د غزې په ښار او جنوبي سیمو کې د اسراییلو په جلاجلا بریدونو کې وژل شوي دي.


د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، چې د حماس د سخت دریځې ډلې تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، په دغه ښار کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.


اسراییلي پوځ د حماس د بیا انسجام د مخنیوي لپاره له یوې میاشتې راهیسې د غزې په شمال باندې بریدونو ته زور ورکړی دی.


اسراییلي پوځ لا په غزه کې د یکشنبې ورځې د بریدونو او اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.