ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

پاکستاني چارواکي: له تېر کال راهيسې د تورخم له لارې تر ۴لکه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

0
پاکستاني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه، چې دغه هېواد د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تر اوسه پورې څه باندې څلور لکه افغان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.


ډان ورځپاڼې نن د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې، تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک پیل شو، وروسته دا لړۍ ورو شوه خو په وروستیو کې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه چټکه شوې ده.


پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان کړی و چې، د نوامبر له لومړۍ څخه به ټول بې‌اسناده کډوال له پاکستانه باسي.


سلګونه زره نور افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته بېرته تللي دي.