ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د افغانستان ختيځو ولايتونو کې د زلزلې ټکان احساس شوي

0
یوه زلزله چې شدت یې د ربښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې و، تېره شپه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې احساس شوه.


د جرمني د زلزله‌پېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس، د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د شپې په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز په نورستان کې تر ځمکې ۱۹۳ کیلومتره لاندې و.


د دې زلزلې له کبله د احتمالي زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.