ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د کابل په پغمان کې تر لسو ساعتونو وروسته لګېدلی اور مهار شوی دی

0
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې لګېدلی اور تر لسو ساعتونو وروسته مړ شو.


د پغمان په قلعه حيدرخان سيمه کې پرون شاوخوا پنځه‌نیمې بجې اور ولګېد چې، تر نن سهار څلور بجو پورې یې دوام وکړ.


ځايي رسنۍ وايي، په‌دې اورپېښه کې د سر و مال تاوانونه پېښ شوي، خو تر اوسه پورې یې شمېر څرګند نه‌دی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د خبر له‌مخې، د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خالدځدراڼ ويلي، پرون له پېښې وروسته اور وژونکې ډله د اور وژلو لپاره سيمې ته استول شوې.


له بلې خوا يوشمېر سيمه‌ييزو رسنيو ويلي، په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.


تر اوسه پورې د دې اورلګېدو د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.