ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

هسپانيه کې د سېلابونو له امله د بې‌درکه شويو د پلټنې هڅې؛ تر دې دمه د مړو شمېر ۲۱۱ ته رسېدلی

0
د هسپانیې صدراعظم ویلي هلته د سختو سېلونو په راوتلو سره د مړو شمېر ۲۱۱ کسانو ته پورته شوی دی.


څلور ورځې وروسته له هغه چې په هسپانیې کې ورانګرو سېلونو او خټينو اوبو هستوګن ښارونه او سیمې لاندې کړې، د احتمالي ایسارو خلکو د لټون او ژغورنې هیلې تتې شوي دي.




په دغو سېلابونو کې چې په‌‌دې اروپايي هېواد کې په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو ناوړه ناورين بلل کېږي، ۲۱۱ کسان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور لادرکه دي.


نږدې ټولې مړینې د هسپانیا په والنسیا سیمه کې ثبت شوي، چیرې چې په زرګونو امنیتي او د بېړني خدماتو پرسونل پرون هم د جسدونو په لټه کې وو.


د هسپانیې صدراعظم پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (نومبر ۲مه) په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل: "په تېرو ۴۸ساعتونو کې د هېواد امنیتي او وسله‌‌والو ځواکونو زرګونه ګراجونه، کورونه، سیندونه او سړکونه کتلي او ۲۱۱ مړي یې له دغو سیمو را ایستلي دي."


د هسپانیا صدراعظم پیډرو سانچیز دا هم وویل چې دا د هېواد د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا د سولې په وخت کې تر ټولو لوی عملیات دي.




هسپانیې تر دې دمه دوه نیم زره سرتیري د لټون او ژغورنې د عملیاتو لپاره موظف کړي، خو د دغه هېواد صدراعظم ښاغلي سانچيز ژمنه کړې چې پنځه زره نور سرتیري به هم وګماري.


نوموړي ويلي: "موږ پوهېږو چې ډېرو سیمو ته د مرستې رسولو لپاره وخت لګیږي، ډېری کورونه او ګراجونه لاهم د لاس‌رسي وړ نه‌دي، ښارګوټي سېلونو لاندې کړي او ډېری خلک بې‌کوره شوي دي. له همدې امله زه د دې حقیقت هرکلی کوم چې د والینسیا مشر مازون پرېکړه وکړه چې د موظفو عسکرو شمېر باید پنځه زرو پورې ورسیږي. زه تاسو ته اعلان کوم چې د هسپانیا حکومت به سمدستي دا سرتیري واستوي."


د هسپانیا په لسګونو ښارونه په هغه هېواد کې د وروستیو ناڅاپه سېلابونو په پایله کې زیانمن شوي او د هسپانیا د هواپېژندنې ادارې په دغه هېواد کې د د باران اندازه بې‌سارې بللې ده.


دا تراژیدي په اروپا کې د ۱۹۶۷ کال راهیسې د سېلابونو تر ټولو ناوړه ناورین دی هغه وخت په پرتګال کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان په سېلونو کې مړه شوي وو.