ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

طالبان: تېر کال مو څه باندې ۳۵۰ چک ‌ډېمونه او بندونه جوړ کړي

0
د طالبانو حکومت وايي، تېر یو کال یې څه باندې ۳۵۰ چک ډېمونه یا بندونه جوړ کړي دي.


د دوی د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په یوه بیان کې پرون په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې، له‌‌‌دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې وزارت په لاس جوړې او اکثر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.


د طالبانو حکومت نه‌‌دي ویلي چې دا پروژې یې په کومو پیسو بشپړې کړي.


د طالبانو په حکومت کې تېر یو کال د چک ډېمونو د څه باندې درې سوو پروژو د جوړولو ادعا داسې وخت کېږي چې، د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لوېدیځه حوزه له وچکالیو کړېږي.


سږ کال د سېلونو د راوتلو په سبب هم د افغانستان ګڼې سیمې سختې زیانمنې شوې، چې یو لامل یې د اوبو د مهار د کافي تاسیساتو او بندونو نشتوالی یادیږي.