ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د سوډان په شمال کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی

0
د سوډان د محلي مقاومت کمېټې، چې په ټول هېواد کې د مرستې د همغږۍ له سلګونو رضاکارو ډلو څخه یوه ده، وویل چې لږ تر لږه ۱۲ کسان د شنبې په ورځ په شمالي دارفور کې وژل شوي.


د فعالانو په وینا، د چټک ملاتړ ځواکونو په بمبارۍ کې پنځه کسان ټپیان شوي هم دي.


دا ملېشه ډله د تېر کال له اپرېل راهیسې د سوډاني پوځ سره جګړه کوي.


په همدې حال کې د ملګروملتونو چارواکو د دارفور په ښار او په ټول سوډان کې د خرابې وضعې په اړه اندېښنه ښودلې ده.


د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي چې، د سوډان خلک په خورا تاوتریخجنو حالاتو کې دي او زرګونه ملکیان وژل شوي.


د هغه په خبره پر ښځو د جنسي تېريو په شمول ګڼ نه بیانېدونکي ظلمونه په خلکو روان دي.


د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه د سوډاني پوځ او چټک ملاتړي ځواکونو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.