امريکا په روسيه کې په اوږده بند د امريکا د قونسلګرۍ د يوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده
امریکا متحدایالتونو د روسیې په ولادیوستوک کې په اوږده بند د امریکا د قونسلګرۍ د یوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په یوه بیان کې وویل چې، امریکا په روسیه کې د دغه هېواد د ماموریت د پخواني کارکوونکي رابرټ شونوف محکومیت په کلکه غندي.
په اعلامیه کې پر شونوف لګېدلي تورونه بېبنسټه بلل شوي او د هغه محکومیت یې سخته بېانصافي بللې ده.
د نوامبر په لومړۍ د روسيې په لېرې ختيځ کې د پريموري سيمهييزې محکمې شونوف له يوه بهرني هېواد سره د پټې همکارۍ په تور په څلور کاله او لسو مياشتو بند او نغدي جریمې يو ميليون روبل، چې څه باندې لس زره ډالره کېږي محکوم کړ.
د بند له تېرولو وروسته هم باید رابرټ شونوف نږدې یو نیم کال نور تر محدودو شرایطو لاندې وساتل شي.