ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د اوکراين پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر: موږ هر وخت روسيې سره د جنګي اسيرانو تبادلې تيار يو

0
د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینیتس نن یک‌شنبه له روسیې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې د اسیرانو لېست برابر کړي.


دا هغه اسیران دي چې ښايي د روسي اسیرانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.


تر دې مخکې مسکو پر کییف تور لګولی و، چې د اسیرانو د تبادلې پروسه سبوتاژ کوي.


لوبینیتس د ټلېګرام په کانال کې لیکلي، غواړم د روسیې د بشري حقونو له کمېشنر د اوکراین د ټولو اسیرانو لېست چې روسیه یې سم د لاسه تبادلې ته تیاره ده ترلاسه کړم.


د اوکراین دغه چارواکي لیکلي؛ موږ هر وخت د جګړې د اسیرانو تبادلې ته تیار یو.


په وږي/ سنبلې میاشت کې هم مسکو او کییف د متحده عرب اماراتو په منځ‌ګړیتوب د یو بل ۱۰۳- ۱۰۳ جنګي اسیران تبادله کړل.