ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

ډبيلو‌ايچ‌او: غزه کې د ګوزڼ ضد واکسين پر يوه مرکز بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي

0
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمال کې پرون د ګوزڼ ضد واکسین پر یوه مرکز په یوه حمله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.


دغه سازمان پرون شنبه د غزې په شمال کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین دویم پړاو پیل کړ، ځکه دغه کمپاین څو ورځې مخکې د اسرايیل د بمباریو له کبله ځنډول شوی و.


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، د واکسین دا مرکز په هغه ساحه کې و، چې مخکې هلته په جګړه کې پر بشري وقفې موافقه شوې وه او له‌مخې یې د واکسین پر مخ بېولو ته اجازه ورکړل شوې وه.


دغه سازمان نه‌دي ویلي چې دغه حمله چا کړې ده، خو اسرايیل په غزه کې د هغو سرچینو ادعا رد کړې چې ویلي یې وو، د اسرايیل یوې بې‌پيلوټه الوتکې پر دغه مرکز حمله کړې ده.