ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د افغانستان لپاره د ازبکستان استازي د اروپايي ټولنې له استازي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

0
د افغانستان بشري وضعیت، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشیف او د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ترهي هاکالا د بحث یو له مهمو موضوعاتو څخه و.


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې د دې دوو چارواکو له لیدنې خبر ورکړی دی.


په بیان کې راغلي، ایرګاشف او هاکالا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره، د نړیوالې ټولنې د هڅو او افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره په ترمز کې د نړیوال ترانسپورت او لوجستیکي مرکز د کارولو پر امکاناتو خبرې اترې وکړې.


وړاندې راغلي، دواړو چارواکو د افغانستان اړونده مسایلو په اړه، پر دوه اړخیزو سلا مشورو تاکید وکړ.


د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د بشري ناروین خبرداری ورکول کېږي.