ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

ايراني چارواکي: پر اسراييل به خامخا ځوابي بريد کوو

0
ایراني چارواکو، چې په وروستیو کې یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي باله، خبرداری ورکړ چې پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي.


د پنج‌شنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په "نه تصورکېدونکې بڼه" وویني.


نوموړي په شیراز کې د وینا پر مهال یادونه وکړه چې په تېر ځوابي برید کې اسراییل ولیدل چې اسمان یې څرنګه پرانیستل شو.


د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون (پنج‌شنبې) وویل چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.


له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئيیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.


په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (پنج‌شنبې) د درې ایراني چارواکو په قول ویلي، د ایران مشر علي خامنه‌يي د خپل هېواد د ملي امنیت شورا ته امر کړی چې پر اسراییل حملې ته چمتو شي.