ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د روسيې دفاع وزارت د اوکراين د ۸۳ بې‌پيلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی

0
د روسیې دفاع وزارت وایي چې، نن سهار وختي یې د اوکراین ۸۳ بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې په شپږو سیمو کې راغورځولي دي.


دفاع وزارت پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي، ۳۴ په کورسک، ۲۰ په بریانسک، ۱۲ په کریمیا، ۸ په وورونیژ، ۴ په اوریل او ۳ په بیلګورود سیمو کې په ډزو راغورځول شوي دي.


چارواکو په بریانسک ښار کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د یوې ویشتل شوې الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.


په عین حال کې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو ویلي چې، د روسیې ۳۱ بې‌پیلوټه الوتکې او یو توغندی یې له‌منځه وړي دي.


د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وویل، د روسیې یو توغندی د اطفایې پر یوه مرکز لګېدلی، چې په نتیجه کې یې د اور وژنې دوه کارکونکي ټپیان شوي دي.