ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

پر ایران د اسراییلو وروستي بریدونه؛ په دې هېواد کې افغان کډوال یې اندېښمن کړي

0
پر ایران د اسراییلو د وروستي برید له کبله په دې هېواد کې مېشت افغان پناه غوښتونکي او کډوال اندېښمن کړي دي.


د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشت افغان کډوال، قدرت بیګ وايي، پر ایران د اسراییل برید ډېری افغان کډوال وېرولي دي.




هغه وویل: "په ایران کې د افغانانو د ژوند وضعیت ډېر کړکېچن دی، هم له اقتصادي او هم له امنیتي اړخه، موږ چې دلته اوسېږو، اوس ډېر وېرېږو او له وحشت او ډار سره مخ یو، اسراییل چې هغه ورځ د ایران پر پوځي تاسیساتو حمله کړې، موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو."


د اسراییلو پوځ د جمعې په سهار د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون یو شمېر سیمو کې پوځي اهداف په نښه کړل.




د اسراییلو پوځ ویلي، په ایران کې يې د توغندیو د تولید پر تاسیساتو بریدونه کړي، هغه ځای چې د اسراییلو د پوځ په خبره، په تېر یو کال کې پر اسراییلو کارول شوي توغندي په‌کې تولید شوي وو.


د ایران حکومت هم دا بریدونه تایید کړل ویې ویل چې د دوو سرتېرو د وژل کېدو په ګډون "محدود زیانونه" وراوښتي دي.


دا بریدونه وروسته له هغې دي چې ایران د همدې روانې میلادي میاشتې په پیل کې پر اسراییلو د بالستیک توغنديو بریدونه کړي وو.


پخوانی پوځي محمد عارف فاریابي د ایران په پلازمېنه تهران کې بل مېشت افغان کډوال دی.


هغه وویل: "زموږ اندېښنې دا دي چې دا جګړه زور واخلي نو مجبور چې موږ همدلته پاتې شو او د همدې جګړو په اور کې به سوځو، ځکه بل چېرې خو موږ نه شو تللی، زموږ کورنۍ او خپلوان وایي چې د ایران وضعیت ګډوډ ده، بېرته افغانستان ته راشئ، خو هلته په افغانستان کې هم زموږ ژوند له خطر سره مخ دی، له نړیوالو غوښتنه دا ده چې موږ دې امن هېوادونو ته انتقال کړي."


په ایران د اسراییل برید ته د طالبانو د حکومت تر څنګ د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام بېلابېلو پخوانیو چارواکو هم غبرګونونه ښودلي دي.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې پر ایران د اسراییلو بریدونه په سیمه کې تاوتریخوالي ته هڅه بللې او ویلي یې دي چې دغه ډول بریدونه به وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.


په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه حالت دوام به په سیمه کې د انساني او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو ایکس‌پاڼو کې په جلاجلا بیانونو کې دا ډول بریدونه په سیمه کې د کړکېچ زیاتوالي او نړیوالې سولې او امنیت ته د ګواښ بللی دی.




د سیمه‌ییزو او نړیوالو چارو ځینې شنونکي هم په دې باور دي چې د دې وضعیت دوام به سیمه او هم افغانستان زیانمن کړي.


په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر محمد عمر داوودزي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بیا د نورو هېوادونو په پرتله یوه ځانګړې اندېښنه او کمزوي یې دا ده چې د افغانستان تقریبا ۵ میلیونه کډوال په ایران کې پراته دي، نو که د ایران اقتصاد خرابېږي یا په بشپړه توګه جګړې ته ننوځي نو پر افغانستان به یې اغېزې زیاتې وي، ځکه هم د سوداګرۍ اړیکو ته یې زیات رسېږي او هم یې د کډوالو مسئله ده."


د چارو بل پوه انتظار خادم بیا وایي، که دا ډول بریدونه دوام کوي او تر جګړې رسېږي، نه یوازې دا چې ایران او اسراییل به اغېزمنوي، بلکې لمبې یې آن تر نړیوالو رسېدلی شي.