ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

غور کې د تالاشۍ پر مهال له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند؛ سرچینه: طالبانو شپږ معترضان ټپیان کړي

0
له غور څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د طالبانو ځواکونو پرون په دې ولایت کې پر یو شمېر معترضو خلکو ډزې وکړې او شپږ تنه یې ټپیان کړل.


د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو یوې سرچینې بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځواکونه پرون ماسپښین مهال وروسته له هغه د خلکو له مقاومت سره مخ شول چې غوښتل د سیني سیمې یو شمېر کورونه تالاشي کړي.


د طالبانو دې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نوم یې په راپور کې یاد شي.


د سیني سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځواکونو د تالاشۍ پر مهال له ښځو سره ناوړه چلند وکړ چې له همدې کبله د نارینه‌وو له سخت مخالفت سره مخامخ شول.


د طالبانو امنیتي سرچینې وویل، د سیمې اوسېدونکو، چې د اعتراض لپاره هلته راټول شوي وو، د طالبانو پر پوسته برید وکړ او د طالبانو ځواکونو هم په ځواب کې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې شپږ تنه معترضان ټپیان شول.




د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي او په امنیتي دلایلو یې په راپور کې غږ هم بدل شوی دی، تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال جګړه او ډزې روانې دي، دولتي ځواکونه هم د سیمې بازار ته رسېدلي او سخته جګړه روانه ده."


خو د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه بیان کې د سیمې د اوسېدونکو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د مخدروموادو پر ضد د طالبانو ځواکونو د نشه‌يي موادو د تولید پر یوه کارخونه عملیات کول او د ده په وینا څو کسان یې ونیول.


حماس زیاتوي چې د سیمې د اوسېدونکو له ډلې څخه یوه تن پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او د طالبانو ځواکونو هم د ځان د دفاع لپاره پر بریدګرو چې ده باغیان وبلل، ځوابي ډزې وکړې.


په عین حال کې په سیمه کې د طالبانو یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې طالبانو په سیمه کې د کړکېچ د مخنیوي لپاره سیني ته له پسابند ولسوالۍ څخه اضافي ځواکونه استولي دي.


له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د واکمنو طالبانو له‌خوا د خلکو د سوله ایزو اعتراضونو د ځپلو په اړه ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.


په یوه مورد کې د روان کال په غويي یا ثور میاشت کې هغه مهال چې د طالبانو ځواکونه د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په قرلق سیمه کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو لپاره سیمې ته ننوتل او د خلکو له سخت مخالفت سره مخامخ شول، پر معترضانو یې ډزې وکړې.




د دې ډزو په نتیجه کې د نظام‌الدین په نوم یو بزګر ووژل شو او درې نور کسان ټپیان شول.


له دې پېښې وروسته د بدخشان ولایت په څو نورو ولسوالیو او سیمو کې هم خلکو اعتراضونه پیل کړل چې د بشري حقونو د مدافع ډلو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شول.