ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

د کابل-جلال‌آباد د لویې لارې د دوهم لین سړک د رغونې چارې پیل شوې

0
د کابل جلال‌آباد د لویې لارې د دوهم لین سړک د رغونې چارې پرون د لړم په پنځمه نېټه په بګرامیو سیمه کې پیل شوې.


دا سړک چې اوږدوالی به یې د ۱۵۰ کیلومترو په شاوخوا کې وي د کابل له بګرامیو او خاک جبار ولسوالیو او د ننګرهار ولایت له حصارک، خوږیاڼیو او سره رود ولسوالیو تر تېرېدو وروسته د ننګرهار له حلقوي سړک سره یوځای کېږي.


د کابل-جلال‌آباد د دوهم لین سړک د رغونې پلان د پرځېدلي جمهوري نظام له‌خوا جوړ شوی و، او په ۲۰۱۲م کال کې نړیوال بانک د دې پروژې د لګښتونو لپاره ۱۱۱ میلیون ډالره بودیجه هم ځانګړې کړې وه، خو د ټولګټو چارو وزارت په ۱۴۰۰ کال کې اعلان وکړ چې دا پروژه د ناامنیو له کبله وځنډېده.