د افغانستان په ځینو سیمو کې د بارانونو، د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د هېواد د هواپېژندنې اداره اټکل کوي چې نن او سبا دوشنبې د کابل، شمال او پنج یا آمو په سیندیزو حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو امکان شته.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پرون پر خپل ایکسپاڼه په یو بیان کې وویل چې د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په سیندونو کې د اوریاوو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو اټکل کېږي.
په بیان کې د ټیټو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې ځان خبر وساتي او د سېلابونو یا د اوبو د کچې د لوړېدو په وخت کې دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د لوړو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د خطر پرمهال د کوزو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني زیانونو مخنیوی وشي.