ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ژمي رانږدې کېدل او برېښنا اړتيا ډېرېدل؛ يوشمېر کابل ښاريان: د برېښنا پرچاي ډېره شوې

0
د ژمي په رانږدې کېدو او د هوا په سړېدو سره، کابل ښاریان د برېښنا له کمښت شکایت کوي.


په‌داسې حال کې چې ژمی په رارسېدو او هوا مخ په سړېدو ده، یوشمېر کابل ښاریان د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي.




دوی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته برېښنا لري.


د کابل اوسېدونکي احمد ولید ازادي راډيو ته وویل: "د ورځې ۶ یا ۷ ساعته برېښنا ولرو هغه هم په دوامداره ډول نه. د بېلګې په توګه که دوه ساعته برېښنا وي بیا ۳ - ۴ ساعتونه نه وي. مسوولینو ژمنه کړې وه چې برېښنا به ۲۴ ساعته شي، خو موږ چې وینو ورځ تر بلې پرچاوي زیاتیږی."


د کابل یوه بله اوسېدونکې مرسل هم ورته شکایت لري او وايي: "برېښنا او اوبه یو بل پورې تړلي دي، که برېښنا نه وي په ډېریو ځایونو کې اوبه هم نه‌شته، برېښنا هم ډېره نامنظمه ده، وخت یې ځانګړی نه‌‌‌دی چې خلکو ته معلوم وي چې ترې ګټه پورته کړي، په ۲۴ ساعتونو کې که ۳ ساعته د شپې وي یا ۳-۴ ساعته د ورځې، د شپي هم په دوامداره توګه نه وي."


تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل اوسېدونکو په وار وار د برېښنا له نشتوالي او د پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کړی دی، دوی وايي په اوړي او ژمي کې چې د دوی برېښنا ته اړتیا ډېرېږي پرچاوۍ هم ورسره زیاتېږي.




د برېښنا د نشتوالي له امله د خلکو شکایتونه داسې مهال دي چې، د طالبانو حکومت تازه اعلان کړی چې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټه اخیستنې ته سپارل شوې.


د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د باختر خبري اژانس او ملي ټلوېزیون د راپور له‌مخې چې د تلې په ۲۸مه خپور شوی، یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې د ۷.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې، چې پر بنسټ به یې کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.


په راپور کې ویل شوي، د دې پروژې په پرانیست‌غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور ویلي، اوس‌مهال افغانستان کې ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا شته او هڅې روانې دي، چې په لنډ وخت کې دغه اندازه ۱۰۰۰ مېګاواټه ته لوړه شي.


د نوموړي په حواله دا هم راغلي، ترکمنستان هېواد ورسره ژمنه کړې، چې ۱۰۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا به په ارزانه بيه افغانستان ته ورکوي، چې په‌دې سره به د برېښنا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بريده حل شي.




دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) د تېر زېږدیز کال په وروستیو کې ویلي و د برېښنا کمښت د افغانستان یو بل ناورین دی.


یادې ادارې ویلي و چې، افغانستان د برېښنا له ستر بحران سره مخ دی او دا مهال په‌دې هېواد کې یوازې څلوېښت سلنه کورنۍ برېښنا ته لاس‌رسی لري.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) ویلي و، افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۸۰سلنه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې د کال ۲۲۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.