ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ډبيلو‌ايف‌پي: د طالبانو له لوري د نادولتي مرستندويه مؤسسو پر فعاليت څار ډېر شوی

0
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌پي وايي، د طالبانو د امربالمعروف د قانون له نافذېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مرستندویو مؤسسو پر فعالیتونو څارنه ډېره شوې ده.


د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ریلیف وېب‌پاڼه کې ویلي، که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو د څار د زیاتېدو له کبله د دوی پروګرامونه او فعالیتونه اغېزمن شوي نه‌دي، خو دوی د وضعیت ارزونه پیل کړې او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له واکمنو طالبانو سره تماس ته دوام ورکړي.


د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون توشیح کړ او د اګست له ۲۱مې څخه یې نافذ کړ.


دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت د محتسبینو له‌خوا پلی کېږي، په‌کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.