ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ایران د افغان کډوالو په تړاو د خپل سیاست د بدلېدو خبرداری ورکړ

0
ایران وایي، که ملګري ملتونه د کډوالو بودیجه ورزیاته نه کړي د کډوالو په برخه کې به خپل سیاست بدل کړي.


د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپوګراندې سره د خبرو پر مهال دا خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو بودیجه تر هغه ډېره کمه ده چې ایران اړتیا ورته لري.


ایران په داسې وخت کې له ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې د زیاتېدو غوښتنه کوي چې په خپله خاوره کې یې پر افغان مهاجرو فشارونه زیات کړي دي.


په تېره یوه اوونۍ کې ایران د خوراکي موادو په کارخونو او روغتیایي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر ګمارنه بندیز ولګاوه او د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د کرنې په برخه کې هم د افغان کډوالو پر کار بندیز ولګېده.


د ځینو راپورونو له مخې، په ایران کې اووه لکه اتیا زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او تر دوه‌نیم میلیونه ډیر داسې افغانان په دغه هېواد کې شته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.