ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

0
د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو مهدي انصاري او حکمت ارین د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


په بریتانیا کې دېره د خبریالانو ملي اتحاد وايي، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون سره خپل غږ ملګری کوي او له طالبانو غواړي چې د خبریالانو خپلسري نیونه بنده کړي.


د خبریالانو ملي اتحاد د پرونۍ اعلامیې له مخې مهدي انصاري د تلې یا میزان پر ۱۴مه د کابل په دشت برچي سیمه کې ونیول شو.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دوی استخباراتو ورته ویلي چې مهدي انصاري دوی نه دی نیولی، خو مهدي ته نږدې سرچینې وايي، هغه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.


بلخوا په غزني کې د خوشحال خصوصي راډیو مسوول حکمت ارین بیا د تلې یا میزان پر اتمه په خپل دفتر کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او په یوه میاشت بند محکوم شو.


د خبریالانو ملي اتحاد وايي پر ارین تور لګول شوی چې په خپله خصوصي راډیو کې یې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په باب چې دوی "استشهادي عملیات" ورته وايي، بحث کړی دی.


د دې راډیو د خبرونو مدیر سلیمان راحل دا ادعاوې رد کړې دي.


بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز له قید او شرط پرته د ارین د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.


تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو یوې پوځي محکمې دوه نور خبریالان محمد عارف هجران او احمد کامران په لس-لس کاله بند محکوم کړي دي.