ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير په دوه ورځني سفر اوکراين ته تللی

0
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل باروت نن شنبه په دوه ورځني سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.


دا سفر داسې مهال کېږي چې فرانسې د اوکراین د ثابت ملاتړ ډاډ ورکړی دی.


باروت په داسې کې کییف ته ورسېد چې پر دغه ښار د روسیې د بې‌پيلوټه الوتکو د حملو خبرداری هم خپور شوی و.


دی به سبا هم په دغه ښار کې وي او له خپل اوکرایني سیال اندري سېبها سره هم وګوري.


د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دې سفر هدف د دې څرګندول دي، چې فرانسه به له هيڅ بحران شا ته نه‌شي او دا چې اوکراین، د خوړو او انرژۍ په ګډون زموږ د لویې وچې د امنیت په معنا دی.


ژان نوئل باروت مخکې ویلي وو، چې د هغو اوکرایني ماشومانو پر برخلیک به هم خبرې وکړي، چې د روسیې له‌‌‌خوا اختطاف شوي دي.