ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د راولپېنډۍ پولیسو تر ۱۵۰ زیات مظاهرچيان نيولي

0
په راولپېنډۍ کې پولیس وايي، تر ۱۵۰ څخه زیات هغه کسان یې نيولي چې پر یوې زده کوونکې د جنسي تېري تر راپورونو راتللو وروسته یې د مظاهرو پر مهال په "وراني" کې لاس درلود.

د راولپېنډۍ پولیسو د اکتوبر ۱۷مه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په یو بیان کې لیکلي چې د ویډیویي شواهدو له لارې یې هغه کسان نیولې دي چې زیاتره یې زده کوونکي دي.


پولیسو زیاته کړې چې نيول شويو کسانو ته به د عدالتونو له لارې سخته سزا ورکوي.




د زده کوونکو مظاهرې تر هغې وروسته پیل شوې چې کله تېره اونۍ پر ټولنیزو رسنیو په لاهور ښار کې د یوې شخصي تعلیمي ادارې پر زده کوونکې د جنسي تېري خبرونه خپاره شول. زده کوونکي تور پورې کوي چې په هغه پېښه کې د کالج یو ساتونکی لاس لري چې باید ژر تر ژره ونیول شي.


زده کوونکو د لاهور او راولپېنډۍ د مختلفو تعلیمي ادارو مخې ته مظاهرې پیل کړې دي او دا تور هم پورې کوي چې په هغه پېښه کې د پوهنځي یا کالج انتظامیه هم ککړه ده.


خو د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز شریف ادعا کړې چې د جنسي تېري خبرونه جعلي دي. هغې د اکتوبر پر ۱۶مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې اړه یې پلټنې وکړې او معلومه شوه چې داسې کومه پېښه نه ده شوې.


د راولپېنډۍ پولیسو په بیان کې دا هم ویلي چې د هغه ښار په مختلفو سیمو کې یې پولیس ځای پر ځای کړي دي او ځینې لارې یې تړلې دي.


بلخوا د ښار په مختلفو سیمو کې د پولیسو او زده کوونکو تر مینځ نښتې شوې چې پکې ګڼ زده کوونکي ژوبل شوي دي. ځینو پاکستانیو ورځپاڼو ورکړي چې د اکتوبر پر ۱۷مه د راولپېنډۍ پولیسو مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس هم وکاراوه.