ru24.pro
World News
Октябрь
2024

ځینې فعالان او د ټولنیزو چارو پوهان په افغانستان کې د کلیوالو ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي

0
د افغانستان په ځینو کلیو کې یو شمېر ښځې وایي، له بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د دوی په خبره د سیاسي تحولاتو له امله یې ستونزې د تېر په پرتله څو چنده زیاتې شوي او اوس حکومت او هم ملي او نړیوال بنسټونه ورته د تېر په څېر پام نه کوي.




د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکې بي بي عایشې ازادي راډیو ته وویل: "په خپلو ځمکو کې غنم، فاصلیه، بادنجان رومي او مرچ کرو چې خرڅ یې کړو په پیسو یې هېڅ هم نه کېږي. څوک چې ډېرې ځمکې لري عاید یې ښه دی، خو چې کمې ځمکې لري عاید نه لري. مخکې ښه و، ځینې ټیمونه به راتلل او په دې برخه کې به یې موږ سره مرستې کولې اوس هېڅ څوک هم نه راځي."


د بغلان ولایت اوسېدونکې ۴۱ کلنه فوزیه وایي چې کورنۍ یې د بې‌وزلۍ له امله تر اتلس کلنۍ مخکې دا یو د پاخه عمر کس ته ور واده کړې ده.


دې ازادي راډیو ته وویل، اوړی له خپلو ځمکو ډېر کم حاصلات ترلاسه کوي، خو په خبره یې، د ژمي په راتګ یې اقتصادي ستونزې څو چنده زیاتېږي.


هغه زیاتوي: "لوبیا، بادنجان رومي او تور بادنجان کرو، خاوند مې سپین‌ږیری دی، شپږ ماشومان لرم، اوړی له همدې ځمکې یو څه ترلاسه کولای شو، خو ژمی ښځو ته ترې څه نه جوړېږي، زموږ اقتصادي ستونزې زیاتې دي."


بلخوا یو شمېر هغه ښځې چې د چرګانو واړه فامونه لري، وایي چې کار یې د تېر په پرتله او د بهرنیو موسسو د مرستو له نشتون پرته، هغه پخوانی نه دی پاتی.


د جوزجان ولایت اوسېدونکې لطیفې ازادي راډیو ته وویل: "مخکې مې چرګان ساتل، بنسټونو به راسره مرسته کوله او له هرې چرګې به مو هګۍ ترلاسه کولای چې موږ ته یې ښه عاید جوړوه، خو اوس هغه بنسټونه نه‌شته او څوک راسره مرسته نه کوي، اوس زموږ کار له سقوط سره مخ دی او هېڅ ډول عاید ترې نه‌شو ترلاسه کولای."


پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په تېرو درېیو کلونو کې دوی د نجونو پر زده‌کړو د بندیز او د دولتي ادارو د ډېریو ښځینه کارکوونکو په کور کېنولو تر څنګ په غیردولتي دولتي ادارو کې هم د دوی پر کار محدودیت لګولي چې د ډېرو بهرنیو موسسو د چارو د درېدو لامل شوی او دې اقدام ډېری بې‌وزله کورنۍ اغېزمنې کړې.


د ټولنیزو چارو پوهان په افغانستان کې د کلیوالو ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، په پېر او پلور کې د ښځو نه ونډه او د کرنیزو ځمکو د ښه مدیریت په برخه کې د عامه پوهاوي نه لرل د دوی د کمروزي اقتصادي وضعیت لاملونه دي.


د پوهنتون استاد او د ټولنیزو چارو پوه جمال‌الدین سلیماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کلیوالو کورنیو په اقتصاد کې ډېری ونډه د ښځو وي، خو خپل ژوند یې له ستونزو سره مخ وي، هلته چې کوم دودونه وي له امله یې ښځې نه شي کولای په پلور او پېر کې ونډه ولري، د ځمکو د مالکیت او مدیریت په اړه د ښځو عامه پوهاوي کچه ټیټه ده نو همدا موضوعات د دې لامل شوي چې د کلیوالو ښځو اقتصادي وضعیت کمزوری شي."




بلخوا د بشري حقونو ځینې فعالان د کلیوالو ښځو وضعیت د هغوی درنو کارونو ته په کتو له جسمي او رواني اړخه د اندېښنې وړ بولي.


د بشري حقونو یوې فعالې سونیکار ارین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کلیوالې ښځې چې په کرنه او مالدارۍ برخه کې کار کوي، د خپلو کورنو کارونه هم ترسره کوي او د نارینه ټول کارونه کوي چې دا ټول یې په جسمي او رواني حالت ډېر منفي اغیز کوي چې وروسته بیا دا اغېزې یې پر ماشومانو هم غوړېږي او دوی نه شي کولای د خپلو ماشومانو تربیې او نظافت ته رسېدنه وکړای شي."


د اکټوبر ۱۵مې د کلیوالو ښځو نړیوالې ورځ په رارسېدو، ملګري ملتونه وایي چې د ښځو د جنسیتي برابرۍ او د دوی ځواکمنتیا له شدیدې بې‌وزلۍ، لوږې او خوارځواکی سره د مبازې لپاره مهم عنصر دی.




د دغه سازمان په خبره، ښځې د غیر رسمي کار په ګډون د کرنې د کاري ځواک یوه مهمه برخه جوړوي، په کورنیو او کلیوالو سیمو کې له معاش پرته د څارنې مهم کارونه او دغه شان د کور کارونه ترسره کوي چې په کرنیزو تولیداتو، د خوړو خوندیتوب او تغذیې، دغه شان د ځمکې او طبیعي سرچینو مدیریت او په اقلیمي انعطاف رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه لري.


د دغه سازمان په خبره، ښځې او نجونې په کلیوالو سیمو کې په نامتناسب ډول له څو اړخیزو بې‌وزلیو ځورېږي.


ملګرو ملتونو د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو "اتلانو" چارې د نړۍ په خوراکي سیستمونو کې په رسمیت وپېژني.