ru24.pro
World News
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

یو کشمیری شال جوړول ۳ کاله خواري او مهارت غواړي

0
د یو کشمیري شال جوړولو لپاره تر درېو کلونو پورې وخت لګي. دا شالونه چې ښځینه څادرې هم ورته ویل کېږي، په نړیواله کچه ډېر مشهور دي. خو هغه کسان چې دا شالونه جوړوي، وایي چې د دې ګرانبیه شالونو جوړول له دوه څخه تر درې کلونو پورې وخت نیسي. په هند کې د کشمیر بډګام ضلعې کاني هاما کلی په دې شال جوړولو کې ځانګړی شهرت لري. په دې کلي کې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ شالونه جوړوي او په دې کې خوا او شا ۶۰۰ هنرمندان برخه لري. د هند حکومت او ځايي سوداګر غواړي چې دا هنر ژوندی وساتي او د شالونو صادرات ډېر کړي. په دې هکله تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې وګورئ..