ru24.pro
World News
Сентябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د کرک خلکو د سیمې په وسایلو کې د برخې لپاره پرلت وهلی دی

0
په کرک ضلع کې د تېلو او ګیسو پراخې زیرمې شته، خو د سیمې خلک شکایت کوي چې دوی ته په دې منابعو کې برخه نه ورکول کېږي. د سېپټمبر پر ۱۶مه، په نشپه سیمه کې ځایي خلکو د تېلو کوهيانو مخې ته پرلت وهلی دی، چې پکې د وړیا ګیس او د ګیس د فشار زیاتولو غوښتنه کېږي. د سیمې حکومتي مشران وایي چې دوی هڅه کوي د خلکو غوښتنو د منلو لپاره قانوني لارې ولټوي. دا لومړی ځل نه دی چې په کرک کې خلک د خپلو حقونو او اسانتیاوو لپاره احتجاج کوي. له دې وړاندې هم ورته احتجاجونه شوي، خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوې. ویډیویي رپورټ.