ru24.pro
World News
Сентябрь
2024

سېلابونو بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې تاوانونه اړولي دي

0
د رومانیا، پولینډ او چېک جمهوریت په ګډون د مرکزي او ختیزې اروپا په یوشمېر هېوادونو کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د رومانیا حکومت ویلي دي چې په هغه هېواد کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. چارواکو په هغو هېوادونو کې د روانو بارانونو له وجې د نورو سېلابونو خبرداری هم ورکړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.