ru24.pro
World News
Август
2024

"د مينې کور" کې ځوانان بېلا بېل هنرونه زده کوي

0

د کراچۍ په لياري سيمه کې يوې ښځې داسې یو مرکز جوړ کړی چې ځوانانو ته پکې د بېلابېلو هنرونو زدکړې ورکول کېږي. دا مرکز "د مينې کور" نومېږي. بنسټګره يې وايي چې د مرکز د جوړولو مقصد ځوانان له غلا، نشو او ترهګرۍ راګرځول دي. دلته جینکۍ او هلکان د انځورونو جوړول، خطاطي، شاعري، سندرې او د موسیقۍ الات زده کولی شي.

د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.