ایران د افغانستان پولې ته نژدې په دوغارون کې لګېدلی اور له څو ساعتونو وروسته وژلی
پرون دوشنبې په دوغارون کې د افغانستان او ایران د ځانګړي اقتصادي زون د تېلو په ټانکونو کې پراخ اور ولګېد.
د ایران دولتی رسنیو راپور ورکړی چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې د اور وژلو په عملیاتو کې د افغانستان د اسلام کلا بندر اطفائیې هم برخه واخیسته.