ru24.pro
World News
Август
2024

مالک بلوڅ وايي ریاست باید د بلوڅانو د مسلو هواري لپاره تګلاره بدله کړي

0
د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس. نوموړي د جولای پر ۳۱مه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د ورکو بلوڅانو د موندلو او د حقونو لپاره د بلوڅانو د روان احتجاج په اړه وویل چې ایین د پاکستان هر وګړي ته د سوله ییز احتجاج حق ورکوي. د بلوڅ په خبره، د ریاست چلند هغه ډول نه دی چې څنګه په کار وو او ښايي د اوازونو په غلي کولو د بلوڅانو مبارزې ته د پای ټکي ايښوول غواړي. ده وویل چې حکومت ته په کار ده چې خپله تګلاره بدله کړي، د ورکو بلوڅانو مسله حل کړي او له بېلتونپاله وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) سره مذاکرات وکړي. بشپړه مرکه واورئ.