ناصر رېشم وايي معذورۍ يې د هنر مخه نه ده نيولې
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی ناصر رېشم دی. نوموړي د يوشمېر غزلونو ترڅنګ په بېلا بېلو اندازونو ټپې هم ويلې دي. رېشم وايي په ماشوموالي کې ګوزڼ وهلی وو چې له وجې يې په ښۍ پښه معذوره شو خو زیاتوي چې پر هغې سربېره یې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. د ناصر رېشم خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.