ru24.pro
World News
Август
2024

په پاکستان کې د پشکال بارانونو او سېلاب مرګژوبله اړولې ده

0
د خیبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په یوشمېر برخو کې بارانونو او سېلابي اوبو یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هېواد وزیر اعظم د طبعي ناورینونو د انتظام ادارې ته امر کړی دی چې د سختو بارانونو او مځکې ښوېدو له کبله بندې شوې لارې خلاصې کړي. په کراچۍ کې د باران اوبه پر سرکونو ولاړې دي چې د خلکو ژوند یې ګران کړی دی. په دې اړه د رویټرز، اې پي او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ راپور جوړ کړی دی.