ru24.pro
World News
Май
2024

ایرانیو ژغورنکيو د ولسمشر د هیلي کاپټر نسکورېدو په ځای کې مړي موندلي دي

0
د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې تایید کړې چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور یو شمېر چارواکي د هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي. ژغورونکو نن سهار (مې ۲۰مه) د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې مړي موندلي دي.